
ایکنا نیوز د «القاهره ۲۴» له قوله ر اپور راکړ، د مصر د قرآن راډیو د ادارې مشر اسماعیل دویدار ووئيل چې د مصر د ملي رسنیو ادارې او الازهر به په ملګرتیا سره ډېر ژر د نوو تلاوتونو د ثبت لړۍ پیل شي.
هغه «القاهره ۲۴» چینل ته وویل: موږ لا هم د ثبت د مسئولینو د ټاکلو په پړاو کې یو او تر اوسه د تلاوتونو عملي ثبت ته نه یو رسېدلي.
دویدار زیاته کړه: دا پروژه د درو نوو قرائتونو د ثبت پلان لري، چې په دې سره به د راډیويي قرائتونو ټول شمېر اوو ته ورسېږي.
د مصر د قرآن راډیو مشر ټینګار وکړ: دا تلاوتونه به د ترتیل په بڼه وي او د الازهر قاریان به ئې تلاوت کوي.
هغه وویل: تېرې اوونۍ مې د الازهر له شیخ، احمد الطیب سره ولیدل، او په دې لیدنه کې د پروژې جزییات او د هغې د پلي کېدو میکانېزمونه وڅېړل شول.
اسماعیل دویدار یادونه وکړه چې دا پروژه د قرآن کریم د راډیو د مقام د ساتنې، د دې راډیو د دیني رسالت د پیاوړتیا او د لوړو تصویب شوو معیارونو پر بنسټ د قرآني تلاوتونو د وړاندې کولو په موخه پلي کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4325947